پنجشېر کې د (غرب سره فکري جګړې) سيالۍ پايلې اعلان شوې

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۱۹
..

په پنجشېر ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمريت له خوا د (غرب سره فکري جګړې) سيالۍ پایلې اعلان شوې، دغه سيالي د اووه سوه ځوانانو ترمنځ جوړه شوې وه.
د پايلو په اعلان غونډه کې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېر خطرناکه ده، ځکه چې لوېدیځ له دې لارې زموږ د ځوانانو فکرونه خرابوي، الحادي نظریات اود بې دینۍ فرهنګ خپروي، ترڅو زموږ ځوانان د اسلامي ارزښتونو او مفاهیمو څخه لرې وساتي، هغه له ځوانانو وغوښتل، چې د دې ډول پوچو افکارو په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.
وروسته د پنجشېر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي مصطفی ابوسعید وویل: فکري جګړه د باورونو ماتول، ارزښتونو بدلول او د اسلام څخه د لرې کولو هڅه ده، موږ باید په هیڅ صورت د لوېدیځو هېوادونو د داسې برنامو په وړاندې بې پروا پاتې نه شو.
د يادونې وړ ده، چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو لپټاپ کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکي ته یو سیټ موبایل، دریم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت او لسو نورو غوره ګډونوالو ته لباسونه ډالۍ شول.

۱۴۴۶/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د ایران سفیر له ملي نگارستان څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ( ۲۴ د شوال المکرم ۱۴۴۶)  په افغانستان کې د ایران سفیر علي ‌رضا بیکدلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت اړوند د هنرستان ریاست له رئيس مولوي محمد لعل منیب سره په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۴
Background image

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره ناسته وشوه

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د یاد ریاست د غونډو په تالار کي د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۳۷
Background image

لوګر کې د مس عینک لرغونې سیمې څخه څارنه وشوه

د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع الله صمیم، د فرهنګ او ګرځندوی آمر،  د مس عینک لرغونې سیمې اړوند آغا خان مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع. . .

BACK TO NEWS