کندهار کې له خبریالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
کندهار ولايت کې د مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي په مشرۍ له سیمه ییزو خبریالانو سره د همږغۍ ګډه ناسته جوړه شوه، چي پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام ویاند محمود عزام، د ملي راډيو آمر مولوي رفیع الله احسان او لسګونو خبریالانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي سمنګاني وویل: په کندهار کې ډېرې رسنۍ فعالې دي، چې ځينې يې ډېر پراخ نشراتي پوښښ لري، خبریالان د خپلو فعالیتونو پر مهال د اسلامي امارت له مسؤلینو سره همږغي لري او د عامه پوهاوي په برخه کي یې مثبت انځور وړاندې کړی دی.
د ناستې پرمهال خبریالانو هم خپلې ستونزې او ځینې غوښتنې له مرستیال والي سره شریکې کړې، هغوی غوښتنه وکړه، چي امارتي ادارې دې د معلوماتو شريکولو په برخه کي مرسته وکړي او د دوی اړينو غوښتنو او ستونزو ته دې پام وشي.
مرستیال والي خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې تر ممکنه حده حل لاره ولټوي او د ولایتي ادارې له لوري يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۵/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۳ هـ ل
