کندهار کې له خبریالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Sun, Nov 03 2024 1:05 PM
kkk

کندهار ولايت کې د مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي په مشرۍ له سیمه ییزو خبریالانو سره د همږغۍ ګډه ناسته جوړه شوه، چي پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د ولايت مقام ویاند محمود عزام، د ملي راډيو آمر مولوي رفیع الله احسان  او لسګونو خبریالانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي سمنګاني وویل: په کندهار کې ډېرې رسنۍ فعالې دي، چې ځينې يې ډېر پراخ نشراتي پوښښ لري، خبریالان د خپلو فعالیتونو پر مهال د اسلامي امارت له مسؤلینو سره همږغي لري او د عامه پوهاوي په برخه کي یې مثبت  انځور وړاندې کړی دی.
د ناستې پرمهال خبریالانو هم خپلې ستونزې او ځینې غوښتنې له مرستیال والي سره شریکې کړې، هغوی غوښتنه وکړه، چي امارتي ادارې دې د معلوماتو شريکولو په برخه کي مرسته وکړي او د دوی اړينو غوښتنو او ستونزو ته دې پام وشي.
مرستیال والي خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې تر ممکنه حده حل لاره ولټوي او د ولایتي ادارې له لوري يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 ۱۴۴۶/۵/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۳ هـ ل

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

Sat, Oct 17 2026 1:09 PM
Background image

Public Awareness Meeting Held in Balkh on Decree No. 17 and Drug Prevention

The Balkh Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Alborz Scientific and Cultural Organization, held a large public gathering in Mazar-i-Sharif to. . .

Sat, Oct 17 2026 11:10 AM
Background image

Bakhtar News Agency head Visits Temporary Camp for Returnees in Kabul

Mawlawi Ehsanullah Hassan, head of Bakhtar News Agency and head of the Refugee Public Awareness Committee, and Mawlawi Shamsullah Zubair, head of the Kabul Provincial Department of. . .

BACK TO NEWS