لغمان کې ۱۳ قلمه ۳۰۰ کلن لرغوني آثار ترلاسه شوي

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۱۰
lpok

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په علیشنګ ولسوالۍ کې ۱۳ قلمه تاريخي آثار ترلاسه کړي، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي لرغونتوب لري.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د علیشنګ ولسوالۍ میا صاحب دېرې په زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي آثار ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته انتقال شول، د دې آثارو لرغونتوب له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کلونو پورې رسیږي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاریخي آبداتو د ساتنې عمومي مدیر محمد نادر مخور بیا وایي: دغه تاریخي او کلتوري اثار د میاصاحب د کور د استعمال توکي و، چې کټ، صندوق، نېزه، اونګه، قندانيګانې، مېز، چراغ پایه، د اوبو منګی، چمچۍ او نور وسایل په کې شامل دي.
ميا عبدالکريم د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ اړوند په میاصاحب دېره نومې کلي کې دفن ده، دغه کلی د نوموړي روحاني شخص په نوم نومول شوی دی.
د یادونې وړده، چې دغه اثار د یوه ټاکل شوي پلاوي لخوا چې د علیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د ولایت مقام استازی شفق الله شاهین او د اطلاعاتو او کلتور ریاست  استازی محمد یعقوب ایوبي په کې شامل و، د لغمان موزیم ته انتقال شول.

۱۴۴۶/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS