لغمان کې ۱۳ قلمه ۳۰۰ کلن لرغوني آثار ترلاسه شوي
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په علیشنګ ولسوالۍ کې ۱۳ قلمه تاريخي آثار ترلاسه کړي، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي لرغونتوب لري.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د علیشنګ ولسوالۍ میا صاحب دېرې په زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي آثار ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته انتقال شول، د دې آثارو لرغونتوب له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کلونو پورې رسیږي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاریخي آبداتو د ساتنې عمومي مدیر محمد نادر مخور بیا وایي: دغه تاریخي او کلتوري اثار د میاصاحب د کور د استعمال توکي و، چې کټ، صندوق، نېزه، اونګه، قندانيګانې، مېز، چراغ پایه، د اوبو منګی، چمچۍ او نور وسایل په کې شامل دي.
ميا عبدالکريم د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ اړوند په میاصاحب دېره نومې کلي کې دفن ده، دغه کلی د نوموړي روحاني شخص په نوم نومول شوی دی.
د یادونې وړده، چې دغه اثار د یوه ټاکل شوي پلاوي لخوا چې د علیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د ولایت مقام استازی شفق الله شاهین او د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازی محمد یعقوب ایوبي په کې شامل و، د لغمان موزیم ته انتقال شول.
۱۴۴۶/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۵ هـ ل
