د ځوانانو چارو آمریت د نرخ ولسوالۍ له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه
د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام او ورسره مل کلتوري پلاوي د نرخ ولسوالۍ له ځوانانو سره د همغږۍ غونډې په ترڅ کې د دوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د غونډې په پيل کې د نرخ ولسوال حافظ صبغت الله نافذ د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ ځوانان د هېواد راتلونکي او د اسلامي نظام ساتونکي وبلل او له دوی یې وغوښتل، تر څو ځانونه په پياوړې اسلامي روحیه سمبال کړي، خلکو ته په امر بالمعروف لار ښوونه وکړي، او د علم او مسلک له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام د يادې غونډې موخه له ځوانانو سره د همږغۍ رامنځته کول یاده کړه او له ځوانانو یې و غوښتل تر څو خپل یوالی وساتي، نوموړي وويل: د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې په ګڼ شمېر لويو او وړو پروژو کې زرګونه تخنيکي او مسلکي ځوانان په کار دي او لا هڅه کوي چې نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره کړي، د ځوانانو چارو معینیت زرګونه ځوانانو ته د فري لانس برنامې له لارې کاري فرصتونه برابر کړي چې د نرخ ولسوالۍ ځوانان به هم ترې برخمن شي، د ځوانانو چارو آمریت پلان لري، چې راتلونکي کې د ځوانانو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره کړي او دوی شخصي پوهنتونونو ته په کم لګښت معرفي کړي.
د غونډې په ترڅ کې ځوانانو د آزاد بحث نه وروسته خپلې ستونزې او د حل لارې په ليکلي بڼه د ځوانانو چارو آمریت سره شريکې کړې او زیاته یې کړه، ځوانانو ته باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنیز پروګرامونه ترسره شي.
همدا راز د کلتور او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي له ليکوالانو وغوښتل چې د چاپ لپاره خپل کتابونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپاري، تر څو له ارزونې وروسته چاپ شي، نوموړي زیاته کړه؛ د کلتور او ګرځندوی آمریت پلان لري تر څو د ولایت د ټولو شاعرانو او لیکوالانو شهرت له ځان سره ثبت کړي.
۱۴۴۶/۳/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۳ هـ ل
