د ځوانانو چارو آمریت د نرخ ولسوالۍ له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه

panah_admin
أربعاء, سبتمبر 25 2024 8:23 صباحا
...

د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام او ورسره مل کلتوري پلاوي د نرخ ولسوالۍ له ځوانانو سره د همغږۍ غونډې په ترڅ کې د دوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د غونډې په پيل کې د نرخ ولسوال حافظ صبغت الله نافذ د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ ځوانان د هېواد راتلونکي او د اسلامي نظام ساتونکي وبلل او له دوی یې وغوښتل، تر څو ځانونه په پياوړې اسلامي روحیه سمبال کړي، خلکو ته  په امر بالمعروف لار ښوونه وکړي، او د علم او مسلک له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام د يادې غونډې موخه له ځوانانو سره د همږغۍ رامنځته کول یاده کړه او له ځوانانو یې و غوښتل تر څو خپل یوالی وساتي، نوموړي وويل: د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې په ګڼ شمېر لويو او وړو پروژو کې زرګونه تخنيکي او مسلکي ځوانان په کار دي او لا هڅه کوي چې نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره کړي، د ځوانانو چارو معینیت  زرګونه ځوانانو ته د فري لانس برنامې له لارې کاري فرصتونه برابر کړي چې د نرخ ولسوالۍ ځوانان به هم ترې برخمن شي، د ځوانانو چارو آمریت پلان لري، چې راتلونکي کې د ځوانانو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره کړي او دوی شخصي پوهنتونونو ته په کم لګښت معرفي کړي. 
د غونډې په ترڅ کې ځوانانو د آزاد بحث نه وروسته خپلې ستونزې او د حل لارې په ليکلي بڼه د ځوانانو چارو آمریت سره شريکې کړې او زیاته یې کړه، ځوانانو ته باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنیز پروګرامونه ترسره شي.
همدا راز د کلتور او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي له ليکوالانو وغوښتل چې د چاپ لپاره خپل کتابونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپاري، تر څو له ارزونې وروسته چاپ شي، نوموړي زیاته کړه؛ د کلتور او ګرځندوی آمریت پلان لري تر څو د ولایت د ټولو شاعرانو او لیکوالانو شهرت له ځان سره ثبت کړي.

۱۴۴۶/۳/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۳ هـ ل

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 17 2026 2:24 مساء
Background image

إقامة ندوة علمية حول مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي

أقام رئيس شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، خلال زيارة رسمية إلى ولاية سمنجان، ندوة علمية بعنوان «مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي»، بمشاركة نحو ٢٠٠ شاب من أبناء الولاية.

وفي. . .

سبت, أكتوبر 17 2026 11:14 صباحا
Background image

عقد اجتماع في بلخ بشأن تنفيذ المرسوم رقم (١٧) ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

عُقد اجتماع واسع في مدينة مزار شريف، مركز ولاية بلخ، بالتعاون بين رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بلخ ومؤسسة البرز العلمية والثقافية، حيث تناول المشاركون تنفيذ المرسوم رقم (١٧) الصادر عن. . .

سبت, أكتوبر 17 2026 11:11 صباحا
Background image

زيارة المخيم المؤقت للاجئين في كابل

أجرى رئيس وكالة باختر للأنباء التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، والمسؤول في الوقت نفسه عن لجنة التوعية العامة للاجئين، المولوي إحسان الله حسان، برفقة رئيس الإعلام والثقافة بولاية كابل،. . .

BACK TO NEWS