هرات کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ دوهمه غونډه ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۲۱:۴۹
قیس

سه شنبه ( ۱۴ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په هرات ولايت کې د لويديځ زون د دولتي ادارو له وياندويانو او مطبوعاتي مسؤلينو سره د همغږۍ دوهمه غونډه وشوه.
غونډه کې د باختر اژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئيس مولوي رحمت الله نړيوال د پلان او پاليسۍ رئيس فدا محمد دوست، د تفتیش رئيس مولوي عبدالقديم سالار، د لويديځ زون د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسؤلينو او د نورو دولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه؛ اسلامي امارت د رسنیو او مسلکي خبریالانو پوره همکارۍ ته ژمن دی، دا وطن جوړېدو ته ضرورت لري او پر موږ تاسو زیات حق لري، رسنۍ دې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي، هغه کسان چې پر اسلامي اصولو اعتراضات کوي، د هغوی په تبلیغاتو مه تیر وځئ، د هيواد رښتينی انځور او حقایق ټولنې او نړیوالو ته وړاندې کړئ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال وویل: د زونونو په کچه مو غونډې راپیل کړي دي، څو د ویاندویانو او د رسنیو ترمنځ همږغي رامنتځه شي، رسنیو ته ډاډ ورکوو چې نور به خنډونه له منځه ځي، ویاندویان به له دوی سره د صمیمیت او له همکارۍ ډکه فضاء جوړوي، څو د ادارو لاسته راوړنې په ښه ډول منعکسې شي.
د باختر اژانس رئیس او د خپرونو چارو معینیت کفیل مولوي ضیاء الحق حقمل د غونډې وروستي پړاو کې د رسنیو د مسؤلینو ستونزې او مشکلات واوریدل او د حل په موخه یې دوی ته ډاډ ورکړ، نوموړي وويل: رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي، کوم چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیل کوي، دوی په دې کار سره بهرنۍ سوژې مخته وړي، افغاني رسنۍ دې د مقدساتو نومونو ته پوره درناوی ولري، څو زموږ او د بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر وشي، د اسلامي نظام تر چتر لاندې رسنۍ باید په نړیواله کچه بې مثاله وي، اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو معیاري رسنیو د ستونزو حل ته ژمن دی.

۱۴۰۳/۶/۲۷ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۱۷ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS