په غزني ښار کې بیهقي کتاب پلورنځی پرانیستل شو
د غزني ولايت په مرکز غزني ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست څانګه بیهقي کتاب پلورنځی پرانستل شو.
د غزني ښار د دویمې ناحیې اړوند الجهاد مسجد تر څنګ د دغه کتاب پلورنځي د پرانیستې په مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست رئیس مولوي عبدالعليم ځانواک مفتي زاده وویل: له دغه کتاب پلورنځي څخه مهم دیني، کلتوري، ټولنیز او سیاسي کتابونه ترلاسه کیدلای شي، چې دا به د مطالعې د کلتور غوړیدلو په برخه کې اغیزمن تمام شي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه کتاب پلورنځي جوړول یو مثبت ګام یاد کړ او له ځوانانو يې وغوښتل، چې خپل وخت د بې ځایه کړنو په ځای مطالعې ته ورکړي، نوموړي زیاته کړه: اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي د کتاب پلورنځیو، ازموینو او سیالیو له لارې ځوانان مطالعې ته وهڅوي.
۱۴۰۳/۶/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۱۵ میلادي
