افغانستان کې د تاريخي آثارو د قاچاق او غیر قانوني کيندنو مخنیوی شوی

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۲۱
asad

شنبه ( ۱۱ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسيې په سنت پيټرزبورګ ښار کې د ( کلتوري اتحاد ) ناستې ته چې د شاوخوا څلويښتو هيوادونو د کلتور وزيرانو پکښې ګډون کړی و، وينا وکړه.
الحاج ملا خيرالله خیرخواه په خپله وينا کې افغانستان د بېلابېلو مدنيتونو مرکز او د متنوع کلتورونو درلودونکی هيواد ياد کړ، چې د منطقې او ګاونډيو هيوادونو سره کلتوري مشترکات لري، همدا راز نوموړي وویل: افغانستان د پنځوسو کلونو جګړو له امله د نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډير زيان ليدلی دی، ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې په ټول ارضي تماميت حاکميت ولري، په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډير زيان وليدو او سياحتي جاذبې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې.
 ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيا رغونې، ثبات او امنيت ته جدي توجه شوې ده، له قاچاق او غیر قانوني کيندنو څخه په تمامه معنی مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیا رغول شوي دي او له ټولې نړۍ څخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت بهترين فرصتونه برابر شوي دي.
په پای کې الحاج ملا خیرالله خیرخواه وویل: دا ډول ناستې کولای شي، چې د نړۍ او منطقې د هيوادونو ترمنځ د اړيکو جوړولو او د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا کې ګټور رول ولري.

۱۴۰۳/۶/۲۴ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۱۴ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS