بلخ کې د اسلام پاله ځوانانو، محصلینو، استادانو او د دولتي ادارو د وياندویانو ترمنځ د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۹:۴۵
asad

د بلخ ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د یاد رياست د رئيس مولوي ذبيح الله نوراني، د ولايت مقام د وياند او د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ویاند په ګډون د بلخ اسلام پاله ځوانانو، محصلینو او استادانو ترمنځ د همږغۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه، چې پر یو شمېر مهمو لاسته راوړنو او د نظام د پرمختګونو اړوند مشورې، نظرونه او د مثبتو لاسته راوړنو د انعکاس اړونده بحث او خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي ذبيح الله نوراني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه؛ د دین او اسلام دښمنان تل هڅه کوي، چې اسلامي نظام وننګوي او دنیاوالو ته د اسلامي نظام غلط انځور وړاندې کړي، زمونږ موخه د دښمنانو پلانونه له منځه وړل دي او ټول د اسلام د دفاع په لومړیو لیکو کي شتون لرو، دا نظام د ډېرو سختيو او قربانیو په نتيجه کي رامنځته شوی، په کار ده چې د قلم په ژبه خپلې مبارزې ته د دوام ترڅنګ د دین او اسلام دښمنانو ته په نرمه لهجه ځواب ورکړو، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله اسلامپاله مبارزینو ته زیاته توجه کوي او دا کسان د اسلامي نظام ژبه بولي، نو موږ ټولو ته په کار ده، ترڅو ټول په یوه غږ او پوره هماهنګۍ د اسلامي امارت مثبتو لاسته راړونو ته انعکاس ورکړو.
د ناستې نورو ګډونوالو یو شمېر هغه اصول چي باید د اسلام، هیواد او اسلامي نظام په وړاندې د منفي تبلیغاتو مخه پرې نيول کيږي، د مجلس له ګډونوالو سره شریک کړل او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه، چي پر همدغو اصولو او مقرراتو خپله مبارزه چټکه وساتي.
قلموالو مبارزينو په خپلو خبرو کې وويل: زموږ دنده د اسلام، نظام او هیواد د ګټو ساتنه او د نظام په وړاندې د خلکو د پروپاګند مخنیوی او ځوابي مبارزه کول دي، چي دغه مبارزه په کلک هوډ او پیاوړې ارادې سره مخته وړو.

۱۴۴۶/۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۴ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS