ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې اغېزمنه استفاده وشي.
ښاغلي نوراني وویل: هڅه کوو، د نظام او خصوصي سکتور په ګډ کار سره د دغو سیمو پراختیا ته زمینه برابره کړو، ترڅو داخلي او خارجي سېلانیانو ته پکې اسانتیاوې برابرې شي.
د نوموړي په وینا؛ د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یخې او ښکلې تفریحي سیمې شتون لري، اوس وخت رارسېدلی، چې له دغو ځایونو څخه د هېواد په ګټه استفاده وشي او د سېلانیانو لپاره د لیدو وړ وګرځول شي.
په ناسته کې د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو د پانګونې چمتووالی وښود او څرګنده یې کړه، چې دوی به په تفریحي سیمو کې اړین خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی په خپلو خبرو کې ځینې ستونزې هم شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ چې د سیاحت پراختیا به نه یوازې د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي، بلکې د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو یوه مهمه وسیله به وګرځول شي.
۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هـ ق