د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
..

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره، د کار د لا ښه والي او د اداري سیستمونو د پیاوړتیا په موخه دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.
په دې اړه جوړ شویو مراسیمو کې د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معین ښاغلی قدرت الله جمال، د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت الله منتظر، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان او د ۳۵ مرکزي ریاستونو اجرائیه مدیرانو برخه اخیستې وه.
مولوي قدرت الله جمال د دې سیمینار جوړولو څخه موخه د کارونو لا ښه والۍ، د اداري سیستمونو پیاوړتیا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو علمي ظرفیت لوړونه یاده کړه.
ښاغلي جمال د مرکزي ریاستونو اجرائیه مدیرانو ته د اعتماد جوړونې، مسؤلیت منلو، دقیق کار کولو، اخلاص او انتقاد منلو اړوند مهمې سپارښتنې هم وکړې.
حافظ نعمت الله منتظر وویل: چې اجرائیه مدیران د ادارې د ملا د تیر حیثیت لري او باید په روان او فصیح ژبه خبرې او لیکنې وکړي څو خپل مسؤلیتونه په ښه شان ترسره کړي.
همدارنګه د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان وویل: یاد روزنیز سیمینار په اصولو او مقرراتو د لا ښه پوهېدو په موخه اجرائیه مدیرانو ته جوړ شوی دی، ښاغلي نعمان د استخدام، استعفا، منظوري، منفکي، املاء، انشاء او حاضري په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت له لوري د دغه وزارت کارکوونکو ته بېلابېل روزنیز پرګرامونه جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS