زابل کې د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کليزې په مناسبت مشاعره ترسره شوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۵۱
1414

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخېستلو 105 مې کلیزې په مناسبت مشاعره جوړه شوه، چې پکښې د ګڼو مسؤلينو ترڅنګ، فرهنګپالو، شاعرانو او ترنم کوونکو ګډون درلود.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل وویل: افغانانو تل د اشغال پر وړاندې قیام کړی، پردیو ته یې پر ځان د واک واګي نه دي پرې ایښي، همدا وجه ده، چې موږ په یوه پیړۍ کې په پرله پسې ډول د دريو امپراطوریو راپرځولو ویاړ لرو.
همداراز شاعرانو دغه ډول مشاعرې په هیواد کې د فرهنګي پروګرامونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مؤثر ګام وباله او د شپې تر ناوخته يې د مشاعرې ګډونوالو ته خپل شعرونه او ترنمونه واورول.
بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په زابل ولايت کې مېشت خبریالان او د رسنيو کارکوونکي د يوې غونډې په ترڅ کې د يو شمېر مسؤلینو په شتون کې وستايل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر ملا عصمت الله شکيب آغا وويل: دغه خبريالان او د رسنيو کار کوونکي، تل نظام ته وفادار پاتې شوي او ټولو پروګرامونو ته يې په ښه ډول انعکاس ورکړى، په همدې اساس په معنوي او نغدي جايزو وستايل شول، د نوموړي په خبره رسنۍ او خبريالان د نظام او ولس تر منځ د پل حثيت لري او د ډير څه حقداره دي.

۱۴۴۶/۲/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۲۹ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

BACK TO NEWS