د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د ملی راډیو تلویزیون له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۱:۴۰
.


پنجشنبه ( ۲۸ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل دفتر کې د ملي راډيو تلويزون له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي، رئیسانو او تخنيکي پرسونل سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د راډیو تلویزیون په پرمختګونو، ستونزو او په هیواد کې د راډیو تلویزیونونو تر مینځ د لا ښې همغږۍ او نشراتي چارو په پرمختګ خبرې وشوې. 

د ملي راډیو تلویزیون رهبري هيئت د وزارت مقام له توجه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛  دا مهال ملي راډیو تلویزیون د هیواد په ٣٤ ولایتونو کې نشرات لري، په داسي حال کې چې تر دې وړاندې ملي راډیو تلویزیون په محدود شمېر ولایتونو کي فعالیت درلود.

د غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست الحاج ملا خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړ، چې د ملي راډیو تلویزیون ستونزو ته به په وخت رسیدګي کیږي.


۱۴۰۳/۳/۱۷ ھ ل
۲۰۱۴/۶/۶ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او کلتور معين د جام منار د وضعيت څيړلو په موخه غور ولايت ته رسيدلی

د اطلاعاتو او کتلور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د يوه پلاوي په ملتيا غور ولايت ته د جام لرغوني منار د وضعيت څېړلو په موخه سفر وکړ.
ياد پلاوي کې د هنر او کلتور له. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

میوند ولسوالۍ کې ۵۰ تنه له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول

د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کي د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز څخه ۵۰ تنه د کمپيوټر له زده کړو فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کي يې د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۲۰:۳۷
Background image

د ولايتي واحدونو د مالي او اداري چارو د همغږۍ درې ورځنی سمينار پای ته ورسېد

پنجشنبه ( ۲ د ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري درې ورځې وړاندې د ولايتي رياستونو د مالي او اداري چارو مديرانو ته ( د ولايتي. . .

BACK TO NEWS