د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د ملی راډیو تلویزیون له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه
پنجشنبه ( ۲۸ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل دفتر کې د ملي راډيو تلويزون له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي، رئیسانو او تخنيکي پرسونل سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د راډیو تلویزیون په پرمختګونو، ستونزو او په هیواد کې د راډیو تلویزیونونو تر مینځ د لا ښې همغږۍ او نشراتي چارو په پرمختګ خبرې وشوې.
د ملي راډیو تلویزیون رهبري هيئت د وزارت مقام له توجه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ دا مهال ملي راډیو تلویزیون د هیواد په ٣٤ ولایتونو کې نشرات لري، په داسي حال کې چې تر دې وړاندې ملي راډیو تلویزیون په محدود شمېر ولایتونو کي فعالیت درلود.
د غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست الحاج ملا خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړ، چې د ملي راډیو تلویزیون ستونزو ته به په وخت رسیدګي کیږي.
۱۴۰۳/۳/۱۷ ھ ل
۲۰۱۴/۶/۶ ميلادي