د ځوانانو چارو معینیت ۵ کسیز پلاوي کندوز ته سفر وکړ

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۴:۴۵
…

پنجشنبه ( ۱۴ د ذوالقعدې ۱۴۴۵)  کندوز ولايت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت څخه ۵ کسیز پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني سره ليدنه ترسره کړه. 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت څخه د راغلي پلاوي مشر هجرت‌الله سادات کندوز ولايت ته د خپل سفر موخه د فریلانسینګ تخصصي پروګرام د زدکړیز پروګرام له بهیر څخه لیدنه ياده کړه.

ښاغلي سادات زیاته کړه؛ د ځوانانو چارو معينيت د ځوان کهول لپاره د پام وړ هلې ځلې کړي او راتلونکي کې هم پلان لري، چې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره ګنې برنامې ترسره کړي. 

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني کندوز ولايت ته د ورغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې د ځوانانو ښوونیز مرکز هم پرانيستی، چې دامهال پکښې په سلګونه تنه ځوانانو په وړیا ډول په مختلفو برخو کې زده کړې کوي. 

۱۴۰۳/۳/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۳ میلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS