تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په عامه کتابتون کې دڅيړنې او لوستلو غونډه جوړه شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۴۴
…

یکشنبه ( ۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرھنګ او ھنر آمريت له لوري په‌ عامه کتابتون کې د کتاب لوستلو او مطالعې غونډه جوړه شوه، چې پکښې مسؤلینو، لیکوالانو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر آمر نورالدين راسخ وويل: ياده غونډه د ځوانانو او فرهنګپالو ترمنځ د ليک او لوست د فرهنګ د دودولو په موخه جوړه شوې وه. ھمداراز نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې عامه کتابتون، چې پکښې لس زره ټوکه کتابونه شتون لري، ته ولاړ شي او د مطالعې تر څنګ، ترې زیاته ګټه پورته کړي.

ديادونې وړ ده، چې د ثور وروستۍ اونۍ د کتاب لوستلو او مطالعې د اونۍ په نوم نومول شوې ده، هر کال په ګن شمېر ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

۲۰۲۴/۵/۱۲ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۲۳ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS