په خوست کې د ( شمله ) کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۰
Khost province

شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) خوست ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري ( شمله ) کلنۍ دوديزه مشاعره په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې ترسره شوه، چې پکښې د هيواد د بېلابېلو ولايتونو سربېره د کوزې پښتونخوا نوموتو شاعرانو او شاوخوا ۴۰۰۰ تنو ګډون کړی وو.


د کوزې پښتونخوا څخه راغلو شاعرانو وويل: دا چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واک ته رسېدو په هېواد کې سرتاسري امن قایم دی، له برکته یې موږ په خپل لوی کور افغانستان کې په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د امن او سوکالۍ په فضا کې د شعر په ژبه لر او بر افغانان  یووالي او یو موټی کېدو او پرمختګ ته رابولو.

د کوزې پښتونخوا نامتوشاعر پروفيسور بخت زاده دانش په خپلو خبرو کې ا.ا.ا. د چارواکو،  د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د یادې مشاعرې د چمتو کوونکو هلې ځلې وستایلې او زياته یې کړه؛ باید د شعر، ادب او فرهنګ برخې ته لا نوره توجه وشي، تر څو خلک خپل احساسات د شعر په خوږه ژبه نورو ته بیان کړي او له مثبتو پیغامونو څخه یې د خپل پرمختګ لپاره کار واخلي او نړۍ ته وښایي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او دلته خلک په امن کې په خپلواکه توګه ژوند کوي.

مشاعره د شپې تر ناوخته روانه وه، چې د خوست او نورو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو هم خپل او انتخابي غزلونه، ټوکې او تمثیلونه پکې وړاندې کړل چې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

۲۰۲۴/۵/۴ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS