په خوست کې د ( شمله ) کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه
شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) خوست ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري ( شمله ) کلنۍ دوديزه مشاعره په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې ترسره شوه، چې پکښې د هيواد د بېلابېلو ولايتونو سربېره د کوزې پښتونخوا نوموتو شاعرانو او شاوخوا ۴۰۰۰ تنو ګډون کړی وو.
د کوزې پښتونخوا څخه راغلو شاعرانو وويل: دا چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واک ته رسېدو په هېواد کې سرتاسري امن قایم دی، له برکته یې موږ په خپل لوی کور افغانستان کې په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د امن او سوکالۍ په فضا کې د شعر په ژبه لر او بر افغانان یووالي او یو موټی کېدو او پرمختګ ته رابولو.
د کوزې پښتونخوا نامتوشاعر پروفيسور بخت زاده دانش په خپلو خبرو کې ا.ا.ا. د چارواکو، د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د یادې مشاعرې د چمتو کوونکو هلې ځلې وستایلې او زياته یې کړه؛ باید د شعر، ادب او فرهنګ برخې ته لا نوره توجه وشي، تر څو خلک خپل احساسات د شعر په خوږه ژبه نورو ته بیان کړي او له مثبتو پیغامونو څخه یې د خپل پرمختګ لپاره کار واخلي او نړۍ ته وښایي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او دلته خلک په امن کې په خپلواکه توګه ژوند کوي.
مشاعره د شپې تر ناوخته روانه وه، چې د خوست او نورو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو هم خپل او انتخابي غزلونه، ټوکې او تمثیلونه پکې وړاندې کړل چې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
۲۰۲۴/۵/۴ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ هـ ل
