محمدطاهر زهيرپه هېواد کې د ګرځندوى صنعت پر ودې ټينګاروکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۸:۲۸
محمدطاهر زهيرپه هېواد کې د ګرځندوى صنعت پر ودې ټينګاروکړ


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير په مشرى  نن  په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي او ودې په مقصد غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوي معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي هم ګډون کړى و ، د ګرځندوى د خصوصي شرکتونو رييسانو په هېواد کې د ګرځندوي دښه والي په خاطر خپلې يولړستونزې، غوښتنې او وړانديزونه  څرګندکړل .
دوى دغه راز وويل: چې په هېواد کې د ګرځندوي په برخه کې پانګې اچونې ته چمتودي، اوپه دې لاره کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  اود حکومت د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبروکې وويل:  ګرځندوي  د نړۍ په کچه  يو زيات عايداتي صنعت دى،چې بېلابېلې برخې لري .
هغه زياته کړه :چې په هېواد کې د دوامدارو ناامنيو په دليل له    ٤٠ کلونو راپديخوا ګرځندوى زياته وده نه ده کړې .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې افغانستان دګرځندوي ډيرې ساحې، اماکن اوطبيعي منظرې لري . اوبايد هلې ځلې وشي، چې  دګرځندوي  په تېره بيا کورنى  سياحت وده اوښه والي  پيداکړي .
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوي صنعت د ودې اوښه والي په برخه کې  د ګرځندوي  له خصوصي شرکتونو سره  د دغه وزارت همکاري اوملاتړڅرګندکړ .
کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS