بغلان کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۴
Baghlan province

سه شنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دې ولایت کې فعالې رسنۍ او د ملي رسنیو خبریالان دې د ملي ګټو، اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې نشراتي او مطبوعاتي چارې ترسره کړي.

هاشمي زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو د بشپړ لاسرسي لپاره به په دې ولایت کې فعال ریاستونه د خپلو ورځنیو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو او ترسره کېدونکو غونډو د خپراوي لپاره ویاند او یاهم خپل یو تن کارکوونکی رسنیو سره د همغږۍ لپاره دغه ریاست او خبریالانو ته ورپيژني، چې د اړتیا په وخت کې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت کره معلومات په واک کې ورکړي.

د خبریالانواو رسنيو په استازیتوب رازمحمد راز، نورګل اندړوال او نورو خبريالانو د خپلو خبرو په جريان کې ټینګار وکړ، چې پر وخت او کره اطلاع رسونې ته ژمن دي او د ژورنالیزم د اصولو په پام کې نیولو سره به هڅې وکړي، څو په روان ۱۴۰۳ کال کې د هېواد او خلکو په ګټه اغېزناکې خپرونې جوړې کړي.

۲۰۲۴/۴/۳۰ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۱۱ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS