بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي.

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۸:۳۴
Kabul province

نن دوشنبه( ۱۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت مقام کې د ياد معینیت معين مولوي عتیق الله عزیزي، د نشراتو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل او د رسنيو په نشراتو د نظارت او څار رئيس ډاکټر عبدالواحد ریان د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې  جکي مارتینس سره ولیدل. 

د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړکوي، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي،  بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري لازمه ده چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاوو ته پام وکړي.
 
 د نشراتو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل وویل : بې بې سي که غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو ضروري ده چې له هغو خبرونو او شائعاتو نشرولو څخه ډډه وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
 
د رسنيو په نشراتو د څار او نظارت رياست رئيس ډاکټر ریان یو شمیر هغه مستند موارد د بي بي سي مشرې ته ور په ګوته کړل چې په تیرو څو میاشتو کې د بي بي سي راډیو بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي وو.

د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس وویل: دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسؤلینو سره خبرې وکړي.

۲۲/۴/۲۰۲۴ ميلادي
۳/۲/۱۴۰۳    ھ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳۷
Background image

د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۲۸
Background image

مجاهد موزیم ته یو عدد سیګنال لېږدونکې آله وسپارل شوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته یو عدد امریکایي سیګنال لېږدونکې یا تعقیبي آله د یو تن مجاهد عبدالحمید عمران له لوري وسپارل شوه.
 د میدان وردګو ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۹
Background image

هرات کې د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې لومړنی درې ورځنی سیمینار جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لوېدیځ زون د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي. . .

BACK TO NEWS