بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي.
نن دوشنبه( ۱۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت مقام کې د ياد معینیت معين مولوي عتیق الله عزیزي، د نشراتو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل او د رسنيو په نشراتو د نظارت او څار رئيس ډاکټر عبدالواحد ریان د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس سره ولیدل.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړکوي، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي، بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري لازمه ده چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاوو ته پام وکړي.
د نشراتو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل وویل : بې بې سي که غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو ضروري ده چې له هغو خبرونو او شائعاتو نشرولو څخه ډډه وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
د رسنيو په نشراتو د څار او نظارت رياست رئيس ډاکټر ریان یو شمیر هغه مستند موارد د بي بي سي مشرې ته ور په ګوته کړل چې په تیرو څو میاشتو کې د بي بي سي راډیو بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي وو.
د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس وویل: دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسؤلینو سره خبرې وکړي.
۲۲/۴/۲۰۲۴ ميلادي
۳/۲/۱۴۰۳ ھ ل