زابل کې د خبريالانو، د دولتي ادارو ويانديانو او رسنيو استازو تر منځ د همغږۍ غونډه تر سره شوه
د خبريالانو، د دولتي ادارو د وياندويانو او د رسنيو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه چې په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ياد رياست د رٸيس مولوي رحمت الله حماد په مشرۍ جوړه شوې وه، پر مهال يې د اطلاعاتو آمر، د ولايت مقام، د امنيه قومندانۍ او يو شمير نورو ادارو ويانديانو، د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې ولايتي مسٶل، خبريالانو او د رسنيو استازو حضور درلود، چې پر مهال يې په دې ولايت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي رحمت الله حماد پر همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: د اسلامي امارت د واکمنېدو څخه بيا تر اوسه داسي پيښه نلرو، چې خبريال يا د رسنيو کوم کارمند دې زيانمن شوی وي، اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې د حل لپاره مو هڅې کړي، ترڅو له خبريالانو سره پر وخت اطلاعات شريک شي او تر ډېره د خبريالانو او چارواکو ترمنځ همغږي کېږي چې مستقيماً له چارواکو سره مرکې وکړي او اطلاعات ترې ترلاسه کړي.
ښاغلي حماد وويل: د رسنيو له فعاليتونو هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو د ستونزو د حل په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر او د ولايت مقام وياند مولوي صديق الله وثيق د رسنيو پر مسؤليتونو او اهميت خبرې وکړې او ویې ويل: رسنۍ بايد داسې خپرونې جوړې کړي، چې د دولت او ولس ترمنځ د واټن کمولو سبب وګرځي او د خلکو د فکري رغونې لپاره کار وکړي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي مسٶل، عصمت الله عمري د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رياست څخه د رسنيو سره د همکاریو او همغږيو په موخه مننه وکړه او زیاته يې کړه؛ په زابل ولایت کې هیڅ خبریال ته ګواښ، خنډ او سپکاوی نه دی شوی او د رسنیو مسؤلیت دی، چې د ټولنې حقایق انعکاس کړي.
په غونډه کې خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د رسنيو سره د همکاریو په موخه مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې، په پاي کې د رسنیو یو شمېر مسئولینو او خبريالانو هم، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام ترڅنګ به د هېواد د آبادۍ، د ملي یووالي د پياوړتیا او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۵/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ل
