زابل کې د خبريالانو، د دولتي ادارو ويانديانو او رسنيو استازو تر منځ د همغږۍ غونډه تر سره شوه

wares_admin
أحد, مارس 03 2024 11:35 صباحا
…

د خبريالانو، د دولتي ادارو د وياندويانو او د رسنيو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه چې په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ياد رياست د رٸيس مولوي رحمت الله حماد په مشرۍ جوړه شوې وه، پر مهال يې د اطلاعاتو آمر، د ولايت مقام، د امنيه قومندانۍ او يو شمير نورو ادارو  ويانديانو، د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې ولايتي  مسٶل، خبريالانو او د رسنيو استازو حضور درلود، چې پر مهال يې  په دې  ولايت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه خبرې وشوې.
د  اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي رحمت الله حماد پر همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: د اسلامي امارت د  واکمنېدو څخه بيا تر اوسه داسي پيښه نلرو، چې خبريال يا د رسنيو کوم کارمند دې  زيانمن شوی وي، اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې د حل لپاره مو هڅې کړي، ترڅو له خبريالانو سره پر وخت اطلاعات شريک شي او تر ډېره د خبريالانو او چارواکو ترمنځ همغږي کېږي چې مستقيماً له چارواکو سره مرکې وکړي او اطلاعات ترې ترلاسه کړي.
ښاغلي حماد وويل: د رسنيو له فعاليتونو هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو د ستونزو د حل په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر او د ولايت مقام وياند مولوي صديق الله وثيق  د رسنيو پر مسؤليتونو او اهميت خبرې وکړې او ویې ويل: رسنۍ بايد داسې خپرونې جوړې کړي، چې د دولت او ولس ترمنځ د واټن کمولو سبب وګرځي او د خلکو د فکري رغونې لپاره کار وکړي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب  کمېټې ولايتي مسٶل، عصمت الله عمري د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رياست څخه د رسنيو سره د همکاریو او همغږيو په موخه مننه وکړه او زیاته يې کړه؛ په زابل ولایت کې هیڅ خبریال ته ګواښ، خنډ او سپکاوی نه دی شوی او د رسنیو مسؤلیت دی، چې د ټولنې حقایق انعکاس کړي.
په غونډه کې خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د رسنيو سره د همکاریو په موخه مننه وکړه او ورته ناستې یې مهمې وګڼلې، په پاي کې د رسنیو یو شمېر مسئولینو او خبريالانو  هم، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام ترڅنګ به د هېواد د آبادۍ، د ملي یووالي د پياوړتیا او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


۱۴۴۵/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 19 2026 3:23 مساء
Background image

لجنة تقييم الكتب تعقد اجتماعها الدوري وتقرّ طباعة عدد من المؤلفات

عقدت لجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين( ٧ جمادى الأولى ١٤٤٨ هـ ق)، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وات. . .

اثنين, أكتوبر 19 2026 3:19 مساء
Background image

خوست تكثّف حملات التوعية بالمرسومين رقمي ١٧ و٢ للحد من العادات الخاطئة

وزّعت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست منشورات توعوية تتضمن مضامين المرسومين رقمي ١٧ و٢ الصادرين عن القيادة (حفظها الله)، وذلك بهدف الحد من العادات والتقاليد الخاطئة ورفع مستوى. . .

اثنين, أكتوبر 19 2026 11:47 صباحا
Background image

انعقاد ندوة علمية وبحثية بعنوان «بلخ عاصمة أفغانستان الثقافية ومفترق الحضارات»

عُقدت في مدينة مزار شريف، مركز ولاية بلخ، ندوة علمية وبحثية ليوم واحد بعنوان «بلخ عاصمة أفغانستان الثقافية ومفترق الحضارات»، بهدف التعريف بتاريخ ولاية بلخ وإرثها العلمي والثقافي،. . .

BACK TO NEWS