بادغيس د خبریالانو او دولتي ادارو د وياندویانو د ظرفیت لوړونې سيمينار پای ته ورسېد

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۴:۱
….

سه شنبه ( ۱۷ د شعبان ۱۴۴۵) د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دولتي ادارو د وياندویانو، خبريالانو، د غږيزو او تصويري رسنيو د مسؤلينو د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی، دوه ورځنی ښوونيز سيمينار پای ته ورسېد.

د اطلاعاتو اوکلتور رئيس اخندزاده مولوي مطيع الله متقي وويل: د بادغيس ولايت د دولتي ادارو د وياندويانو، خبريالانو او د رسنيو د مسؤلينو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی دوه ورځنی ښوونيز سيمينار د اطلاعاتو د آمر سيد خليل فروتن او د باختر آژانس د مدير عبدالطیف ايوبي له لوري پر مخ وړل کېده، چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ځينو مادو او د خبر جوړونې او راپور ليکنې په اړه يې لازم معلومات شريک کړل.

په پای کې د سيمينار ګډونوالو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري اماده شوي تصديقونه وويشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS