د هېواد د مشهور هنرمند حشمت فنایي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۱۰:۱۹
د هېواد د مشهور هنرمند حشمت فنایي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام


په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد د تیاتر او سینما مشهور هنرمند حشمت فنایی د ورپېښې ناروغۍ له امله سترګې له نړۍ پټې کړې.
ارواښاد فنایي د خپل ژوند ډېر کلونه د سینما او تیاتر هنر په چوپړ کې تېر کړل او په دې لاره کې یې هڅې اوکوښښونه د قدر وړ دي. ده د خپلو همکارانو او همدارنګه خلکو په منځ کې ځانګړی درنښت او ځای لاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبری د حشمت فنایي مړینه ضایعه بولي او  د لوی خدای له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو، مینه والو اوهمدارنګه د هېواد ټولو هنرمندانو ته د جمیل صبر هیله کوي.
کابل / د غبرګولي ١٥مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS