د غور ولايت د ځوانانو آمر له ښوونيزو کورسونو څخه ليدنه وکړه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
.....

دوشنبه (۱۶رجب‌المرجب۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو آمر مولوي عبدالصبور فکور د دې ولايت له ښوونيزو کورسونو څخه د ليدنې پر مهال له ځوانانو سره د راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د ځوانانو آمر د کورسونو زده‌کوونکي زده‌کړې او پوهنې ته وهڅول او له دوی يې وغوښتل چې کوم مسلک او رشته چې ټاکئ نو په سمه توګه يې مخ ته يوسئ، تر څو په راتلونکي کې د څپل مسلک له لارې ملت خدمت وکړئ.
د ځوانانو آمر دوی ته وويل: ا.ا.ا. ځوان قشر ته ځانګړی پاملرنه کوي او په راتلونکي کې به د ځوانانو لپاره بېلابېلې برنامې ولري.
همدارنګه يې وويل: د زده‌کړيالانو، زده‌کوونکو او د مدرسو د طالب‌علمانو ترمنځ تضاد د پرديو هڅې دي، نو ځوانان باید د دښمنانو په فکري جنګونو و نه غولېږي او له يو بل سره اوږه په اوږه د پوهې په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي، ځکه چې هېواد مو پوهو کسانو ته جدي اړتيا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS