په کلتور ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۹:۳۴
....

شنبه (۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتور ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وویل؛ نن مو د کلتور ښوونیز مرکز لپاره ۵۰۰ تنو ځوانانو ته په DEL, CIT, Networking برخو کې د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړه، چې لومړی له یادو ځوانانو څخه ازموېنه واخیستل شوه او وروسته د سویې مطابق ورته ټولګي برابرېږي.
هغه دا هم وویل؛ هغه کسان، چې په رسمي وختونو کې په دولتي دندو بوخت دي، د هغوی لپاره مو له رسمیاتو وروسته ټولګي په پام کې نیولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS