میدان وردګو کې د بې وزله ځوانانو لپاره  په کم لګښت د زده کړو فرصت برابر کړل شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۳:۱۴
....

سه شنبه ( ۱۲ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت له لوري له فیضان ښوونیز مرکز سره د بې وزله ځوانانو د جذب په موخه په (۴۰) سلنه کم لګښت هوکړه وشوه.


یاد ښوونیز مرکز په میدان ښار کې ځوانانو ته د کانکور آمادګۍ، ساینسي علومو، د ښوونځيو کتابونو زده کړې، کمپیوټر او انګليسي په برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد  د فیضان ښوونیر مرکز د مسؤل ښاغلي محمد عثمان غورځنګ څخه مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې د زده کړو د فرصت په برابرولو کې له ځوانانو چارو آمریت سره همکاري وکړه، نوموړي له هغه زده کوونکو څخه چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای زده کړې وکړي، وغوښتل چې یاد ریاست ته راشي تر څو په کم لګښت د زده کړو لپاره معرفي شي.


 د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام وویل: هڅه کوو، تر څو د ځوانانو په یووالي کار وکړو، د تعلیم او کلتور په برخه کې ورته لازم فرصتونه برابر کړو او اقتصادي ستونزو په نظر کې نيولو سره په تعليمي برخو کې د جذب په موخه همکاري ور سره وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS