د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۰:۱۷
....

نن شنبه (۱۸ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه غونډه په کاري ساحه کې د جديت، د کارونو د بهبود او خپلو مسؤلیتونو ته د کارکوونکو د متوجه کولو په موخه د ياد ریاست د رئيس الحاج معزالدين احمدي په مشرۍ ترسره شوه .
یاده غونډه کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج معزالدين احمدي کارکوونکي خپلو ورسپارل شويو دندو ته متوجه کړل، همدا ډول يې د راروان ژمي موسم څخه د ښې ګټې اخستنې لپاره له کارمندانو وغوښتل تر څو ځوانانو ته ټولنيزې او کلتوري غونډې ترتيب کړي، د تاريخي آثارو او تاريخي آبداتو څخه په ښه توګه څارنه او ساتنه وکړي، د بدخشان ولايت پېښو ته په ښه بڼه انعکاس ورکړي، دا چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري، باید ددې رياست مسؤلين د کلتوري ودې، ملت ته د مسؤلينو د کارکرده ګۍ په برخه کې اطلاع رسونه، او ځوان قشر ته د عامه پوهاوي په برخه کې جدي فعاليتونه ترسره کړي.
نوموړي همدا ډول د خبريالانو، ولايت مقام او نورو مسؤلينو ترمنځ د خبري ناستو په جوړولو ټينګار وکړ، تر څو خلکو ته د ولايت په کچه د معلوماتو بهير ګړندی شي او خلک د معلوماتو په خلا کې واقع نه شي او اړوندو مسؤلينو ته يې د ا.ا.ا. د رهبرۍ د فرمانونو په عملي کولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS