د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يوناما د دفتر له مسؤل سره وکتل 

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۵۸
....

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدين معتصم په خپل کاري دفتر کې د شمال زون د يوناما د دفتر له مسؤل الن فيلو سره وکتل، چې پرمهال يې د يوناما د دفتر د سیاسي برخې مسؤل انجينر محمد يعقوب ايوبي هم حضور درلود.
په شمال زون کې د يوناما د دفتر مشر الن فيلو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د ليدنې پر مهال خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: په جوزجان ولايت کې کلتوري او اجتماعي فعاليتونه ښه روان دي. 
ورپسې ښاغلي معتصم په دغه ولايت کې د کلتوري فعاليتونو، د ځوانانو لپاره د ظرفيتونو د لوړولو د پروګرامونو او د رسنيو د فعاليتونو يادونه وکړه او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تګلارو له مخې په کلتوري او رسنيزو برخو کې لا هڅې کوو.
همدارنګه ښاغلي معتصم په شمال زون کې د يوناما د دفتر له مسؤل وغوښتل چې په دغه ولایت کې د لرغونو آثارو او تاریخي ابدو په بيا رغونه همکاري وکړي. 
ورپسې په شمال زون کې د یوناما د دفتر مشر الن فیلو وویل: موږ به ستاسو ټول وړاندیزونه مرکزي دفتر ته ورسوو او په یادو برخو کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۵/۵/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۶ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS