د اطلاعاتو او کلتور ریاست کلتوري پلاوي د سید آباد ولسوالۍ له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۲:۵
.....

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په سپارښتنه کلتوري پلاوي د دغه ولایت  سیدآباد ولسوالۍ ته د تاریخي آبدو او لرغونو سیمو د نظارت په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي چې مشري یې د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفیق الله فضلي کوله، د اړونده ولسوالۍ له شیرازي بابا زیارت، لرغونې تورې کلا او سوبۍ له زیارت څخه لیدنه وکړه.
توره کلا د سیدآباد ولسوالۍ تنګي درې د دوآب کلي سره د جګ غره پر سر له اسلام څخه مخکې د یو پهلوان له خوا ودانه شوې، د سیمې یو تن اوسېدونکي معلم شفیق په وینا دا کلا د لوګر ولایت د سجاوند کلا ته ورته ده او ویل کیږي چې دا د بودایزم مذهب د پیروانو دفاعي سنګر و.
 بل خوا داسې روایت هم شته چې ترې لاندې په دوه پوړونو کې ودانۍ هم شتون لري خو اوس د دغه کلا یوازې یو دېوال پاتې دی. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي: تاریخي آبدې او لرغونې سیمې د افغانستان د تېر تاریخ او برم ښکارندوی دي، تر څو په ښه بڼه ترې ساتنه او پالنه وشي. ښاغلی مجاهد زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یادو لرغونو سیمو او تاریخي آبدو د ساتنې او بیا رغونې لپاره ځانګړی پلان لري، چې په راتلونکي کې به پلي شي، ترڅنګ یې د میدان وردګ ولایت له عامو خلکو غواړي، چې د دغه سیمو په ساتنه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.

۱۴۴۵/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS