اطلاعاتو او کلتور ریاست کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
.....

 
 تېره ورځ د هلمند ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چي پکې ددې ریاست د هنري فعالیتونو د تنظیم مدیر حافظ احمدالله فهیم، د هلمند جریدې عمومي مدیر سیدمحمد حيرت، له مرکز لښکرګاه او ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو او لیکوالانو ګډون درلود.
مشاعره د قران مجید د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه.
په پيل کې د هنري فعالیتونو مدیر له شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل چې همېشه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي. تر څو په هلمند کې کلتوري فعالیتونه نور هم پیاوړي او معیاري شي.
ورپسې ښاغلي سیدمحمد حيرت د پښتو لیکدود په تړاو لکچر وړاندې کړ، چې د نظري بحث ترڅنګ د ګډونوالو د لاښه پوهاوي په موخه په عملي ډول د پښتو لیک تمرین هم ترسره شو. همدارنګه ښاغلي حیرت له شاعرانو وغوښتل چې د شعر او نظم لیکلو سره سره باید نثر ته ته هم  کار وکړي.
ورپسې راغلو شاعرانو او نعت ویوونکو د نعتونو، حمدونو او حماسي شعرونو ترڅنګ عشقي او طنزيه شعرونه پرګډونوالو ولورول.

۱۴۴۵/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS