د هېواد د تاریخي آبداتو ساتل د ټولو هېوادوالو دنده ده
پورتنۍ څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.
ښاغلي عزیزي د یاد ولایت له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه او ویې ویل، د هېواد تاریخي آبدات او لرغونې سیمې د ټولو هېوادوالو ګډ تاریخ، هویت او ویاړ دی، ساتنه یې د ټولو هېوادوالو دنده ده.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د غزني د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې په نامه میلیونونه ډالر مصرف شوي، خو د دغه ولایت تاریخي آبدات په اساسي توګه نه دي رغول شوي.
نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې تاریخي او کلتوري مسایل دې له سیاست سره نه یو ځای کوي او د افغانستان د تاریخي آبدو په بیارغونه کې دې برخه واخلي.
۱۴۴۵/۱/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۵ هـ ش
