په غزني کې د تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۰:۱۴
په غزني کې د تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره په غزني ولایت کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې.
په دې اړه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي، په دغه ولایت کې د خواجه ملکیار پرنده تاریخي آبدې، د غزني د زاړه ښار برجونه، د غزنویانو دورې د منارونو د فرش ډبرې او د تاج اولیاء تاریخي مقبرې د بیا رغونې چارې نن پیل شوې.
ښاغلی نثار زیاتوي، چې د یادو ۶ تاریخي آبدو په بیا رغونه شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونسکو له لوري پرې کیږي او د تعلیم او کلتور د ملاتړي موسسې (ECSO) په واسطه به پلي شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبدو د ساتنې رئیس انجینیر محمد حسیب نسیمي وایي، چې د یادو تاریخي آبدو د بیارغونې چارې به د دغه ریاست د انجینرانو د هدایت او څار لاندې په مخ لاړې شي.
ورپسې ښاغلي عزیزي له نړيوالو وغوښتل چې تاریخي او کلتوري مسایل دې له سیاست څخه لرې وساتي او له افغانستان سره دې د تاریخي آبدو په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

۱۴۴۵/۱/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

BACK TO NEWS