د علم د ارزښت او اړتیا پر تړاو یو ورځنی سيمینار جوړ شو
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت او د لوړو زده کړو موسسې په ګډه همکارۍ، د فکري روزنې مخکښ استاد مفتي انعام الحق حماد لخوا د اسلام مبارک دین له نظره د علم د ارزښت او اړتیا پر تړاو د لوګر د لوړو زده کړو موسسې زده کړیالانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د یاد سیمینار د پیل پرمهال د لوړو زده کړو موسسې رئیس دکتور شفیق الله شفقت د دا ډول علمي ناستو او سیمینارونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ترڅنګ یې زده کړیالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د فکري روزنې د مخکښ استاد له وینا او معلوماتو څخه په پوره مانا ګټه پورته کړئ.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: د اسلام مبارک دین د ارشاداتو په نظر کې نیولو سره په نړۍ کې حاکمیت او قیادت د مسلمه امت دنده او مسؤلیت دی، چې دغه چارې او کارونه د علم له لارې شوني دي، که موږ غواړو، چې مسلمان امت له یادو ستونزو څخه وباسو هغه په علم او سالم فکر باندې کیږي.
۱۴۴۵/۱/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۰ هـ ش
