لغمان کې خبریالانو ته دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو
لغمان ولایت کې د خبریالۍ د مسلکي زده کړو او د معیاري رسنیو په لور ګام تر عنوان لاندې خبریالانو ته دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
دغه پروګرام په ختیځو ولایتونو کې د مسلکي خبریالانو د وړتیاوو لوړولو په موخه د سلام افغانستان د رسنیزې موسسې، د سلام وطندار راډیو لخوا د یونیسکو سازمان او د افغانستان لپاره د ځانګړي صندوق په همکارۍ ترسره کیږي، چې لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ نن ۱۳ تنو خبریالانو ته پیل شو.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د سلام افغانستان موسسې له فعالیتونو څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د خبریالانو لپاره ترسره کوي، هغه د ورکشاپ له مسؤلینو وغوښتل چې دغه لړۍ دوامداره وساتي او د لغمان ټولو خبریالانو ته دې د داسې لنډ مهالي پروګرامونو زمینه برابره کړي.
ښاغلي رسولي همداراز ډاډ ورکړ چې اطلاعاتو او کلتور ریاست ورسره په ټولو برخو کې همکار دی، د لغمان په هره برخه کې چې دوی غواړي خبریالان وروزي زمینه ورته برابروي.
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې او د ورکشاپ مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د ورکشاپ په دایرولو کې ښه همکاري وکړه او زمینه یې ورته برابره کړه.
۱۴۴۵/۱/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۸ هـ ش
