د ځوانانو چارو معین خوست کې «د ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره فرصتونه» سیمینار کې ګډون وکړ

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۶ - ۱۶:۲۸
....

نن پنجشنبه (۱۴۴۵/۱/۱۰هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري محمدیونس راشد خوست ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې «د ځوانانو روښانه راتلونکي لپاره فرصتونه» تر عنوان لاندي سیمینار چې د یاد وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ، ګډون وکړ.

په یاد سیمینار کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج شبير احمد عثماني، فرهنګیانو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون درلود.

په پیل کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي عثماني د ځوانانو چارو له معین څخه مننه وکړه چې خوست ته راغلی او د ځوانانو مشکلات او ستونزي له نږدي اوري.

وروسته د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد صاحب په خپلو خبرو کې ځوانانو ته وویل، تاسو د هیواد د ملا تیر یاست، خپله ځوانه انرژي مو په کار واچوئ، څو هیواد د پردیو له احتیاجه وباسئ.
د سیمینار ‏په وروستۍ برخه کې د ځوانانو چارو معین صاحب او ځوانانو ترمنځ ازاد بحث او مناظره ترسره شوه، چې پکې ځوانانو قناعت بخښونکي ځوابونه تر لاسه کړل او همدا راز ورسره د دوی د شته مشکلاتو د حل ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS