د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین د پنجشېر د توتو په کلتوري مېله کې ګډون وکړ
د تېرې پنجشنبې په ورځ (١٤٤٤٥/١/٤هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین ښاغلي ملا سعدالدین سعید پنجشېر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د توتو په کلتوري مېله کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خلکو غږ موسیسې په همکارۍ جوړه شوې وه ګډون وکړ، په ياده غونډه کې د پنجشېر ولایت والي صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين، د ملي راډیو تلویزیون رئیس، د باختر آژانس رئیس، د بيهقي ریاست رئیس، د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس، د ولایت مقام معاون، د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس، شاعرانو، لیکوالانو، اديبانو، ځوانانو، قومي مشرانو او د مختلفو ولایتونو اشخاصو ګډون درلود.
د یادې غونډې په پیل کې ښاغلي سعید خبرې وکړې او ویې ویل، ډېر د شکر ځای دی چې د افغانستان ملت د اسلامي نظام ترسیوري لاندې د سرتاسري امنیت په شتون کې د پنجشېر ولایت د قومي مشرانو ځوانانو شاعرانو سره د توتو کلتوري مېله لمانځي، ښاغلي معین صاحب د پنجشېر ولایت غیور ولس ته وويل، موږ او تاسو باید د اسلامي امارت او د اسلامي نظام شکر ادا کړو، متحد شو د اسلامي نظام ملاتړ وکړو، داخلي او خارجي دښمنانو ته وخت ور نه کړو، زموږ او ستاسو قوت په اتحاد او یوالي کې نغښتی.
