د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین د پنجشېر د توتو په کلتوري مېله کې ګډون وکړ

wares_admin
Sat, Jul 22 2023 12:44 PM
.....

د تېرې پنجشنبې په ورځ (١٤٤٤٥/١/٤هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین ښاغلي ملا سعدالدین سعید پنجشېر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د توتو په کلتوري مېله کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خلکو غږ موسیسې په همکارۍ جوړه شوې وه ګډون وکړ، په‌ ياده غونډه کې د پنجشېر ولایت والي صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين، د ملي راډیو تلویزیون رئیس، د باختر آژانس رئیس، د بيهقي ریاست رئیس، د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس، د ولایت مقام معاون، د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس، شاعرانو، لیکوالانو، اديبانو، ځوانانو، قومي مشرانو او د مختلفو ولایتونو اشخاصو ګډون درلود. 
د یادې غونډې په پیل کې ښاغلي سعید خبرې وکړې او ویې ویل، ډېر د شکر ځای دی چې د افغانستان ملت د اسلامي نظام ترسیوري لاندې د سرتاسري امنیت په شتون کې د پنجشېر ولایت د قومي مشرانو ځوانانو شاعرانو سره د توتو کلتوري مېله لمانځي، ښاغلي معین صاحب د پنجشېر ولایت غیور ولس ته وويل، موږ او تاسو باید د اسلامي امارت او د اسلامي نظام شکر ادا کړو، متحد شو د اسلامي نظام ملاتړ وکړو، داخلي او خارجي دښمنانو ته وخت ور نه کړو، زموږ او ستاسو قوت په اتحاد او یوالي کې نغښتی.

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS