د اسلامي حکومتولۍ د ترویج پروګرام تر سره شو

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۰:۲۱
د اسلامي حکومتولۍ د ترویج پروګرام تر سره شو

 

تېره ورځ د اسلامي حکومتولۍ د ترویج پروګرام د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ځوانانو د ملي ټولنیز سازمان په همکارۍ د دغه ولایت د علماوو د سرتاسري شورا په تالار کې جوړ شو، په یاد پروګرام کې د دغه ولایت اداري مسؤلینو، علماوو، د مدني ټولنو غړو او رسنیو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مطیع الله متقي د اسلامي حکومتدارۍ د ترویج په اړه خبرې وکړې، همدا ډول یې د غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سپارښتنې او لارښوونې واورولې.
ورپسې د بادغیس ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث الحاج مولوي محمد معروف په خپلو خبرو کې وویل، موږ د اسلامي حکومتدارۍ د ترویج مسؤلیت لرو او په نړۍ کې دوه قوانین شته، شرعي قانون او غیرې شرعي قانون، موږ باید د شرعي قانون اطاعت وکړو.

۱۴۴۴/۱۲/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS