د ګرځندوى رييس: د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه د پاسه پنځه سوه زره سيلانيانو د هېواد سياحتي سيمې کتلې دي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۵:۱۲
د ګرځندوى رييس: د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه د پاسه پنځه سوه زره سيلانيانو د هېواد سياحتي سيمې کتلې دي

د روان کال په لومړيو  دريو مياشتو کې ٥٤٧ زره ٢٩٩ تنه  کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د هېواد بېلابېلې تاريخي او سياحتي سيمې کتلې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رييس حافظ نعمت الله منتظر په دې اړه  د باختر اژانس خبريال ته وويل چې افغانستان د ميراثي فرهنګونو، تاريخي ځايونو، ښکلو طبيعي منظرو او د سياحتي جاذبو له پلوه يو بډاى هېواد دى چې د اسلامي امارت په برياليتوب او د سراسري امنيت  په ټينګښت سره اوس په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ودې زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد له ٢٧ ولايتونو څخه د ګرځندوى رياست د نمايندګيو د معلوماتو له مخې په دغو ولايتونو کې ٣٦٠ سياحتي ساحې شتون لري چې له دغو ساحو  څخه د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې په ټوليزه توګه د ٢٥٦ بهرنيو سيلانيانو په ګډون ٥٤٧ زرو ٢٩٩ سيلانيانو  کتنه کړې ده.

زياتره دغه سياحتي ساحې د باميان، پروان، قندهار، بدخشان، بادغيس، خوست، بغلان، بلخ، غزني، لوګر، لغمان ، کونړ، پنجشير، نورستان او د کابل په ولايتونو کې شتون لري.

دغه راز د تېر لمريز کال  په وروستيو شپږو مياشتو کې د ٢٧٨ بهرنيو سيلانيانو په ګډون  ٢٣٣ زرو ٤٥٧ سيلانيانو د هېواد بېلابېلې سياحتي ساحې کتلې دي.

د ګرځندوى رييس وويل که چېرې د تيرکال د وروستيو شپږو مياشتو د سيلانيانو شمېر د روان کال د لومړيو دريو مياشتو د سيلانيانو له شمېر سره پرتله کړو ٣١٣ زره ٨٤٢ تنه سيلانيان زيات شوي دي .

نوموړي زياته کړه چې د ګرځندوى رياست د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو  د جلبولو  په موخه  بهرنيو سيلانيانو ته د ويزې په اجرا کولو، ميلمستونونو، د استوګنې د مناسبو ځايونو او د ترانسپورټي وسايطو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.

هغه څرګنده کړه  په يو شمير ولايتونو کې چې سيلانيان زيات او امکانات محدود دي د  ګرځندوى رياست د باميانو، نورستان، بدخشان او د يو شمېر نورو ولايتونو په ګډون  سيلانيانو ته لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه مشخص پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رييس حافظ نعمت الله منتظر وويل چې په هېواد کې د ګرځندوى صنعت په ودې او پراختيا سره ملي عوايد زياتېږي، د خصوصي برخې د پراختيا او يو شمير خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.

دغه راز د هېواد د لاسي صنايعو بازار وده کوي او بهرني سيلانيان  د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره آشنا کېږي.

د ګرځندوى رييس ټينګار وکړ چې اوس د هېواد په ګوت ګوټ کې امنيت تامين دى او کورني او بهرني سيلانيان کولاى شي په آرامۍ سره د هېواد په ولايتونو او بېلاېيلو سيمو کې تاريخي ودانيو، سيمو، فرهنګي ميراثونه، طبيعي منظرو او د افغانستان له سياحتي شتمنيو څخه کتنه وکړي.

کابل، د چنګاښ٢٧ مه، باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۹:۴
Background image

سرپل کې له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

پنج‌شنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما په مشرۍ ددې ولايت له خبريالانو او د رسنیو له مسؤلينو سره د همږۍ ناسته ترسره شوه.

د اطلاعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دانش خصوصي عالي ليسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

چهارشنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي کريم الله وثیق او د دانش خصوصي عالي ليسې د مدير عبدالمبين صديقي تر منځ د بېوزله ځوانانو د جذبولو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار ترسره شو

پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې ځوانانو ته د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار د ياد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS