سرپل کې له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۹:۴
.....

پنج‌شنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما په مشرۍ ددې ولايت له خبريالانو او د رسنیو له مسؤلينو سره د همږۍ ناسته ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا عبدالغفار حقنما د رسنيو او د اطلاعاتو و فرهنګ رياست په همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل: رسنۍ باید خبرونه او راپورونه په بې طرفه ډول نشر کړي او پر وخت دې خپل د فعاليت جوازونه تمديد کړي.

د اطلاعاتو آمر ایام الدين يولداش ددې ناستې موخه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او رسنيو ترمنځ د دوستۍ، صميميت فضا رامنځته کول او د همکارۍ د روحيې تقويه کول ياد کړل.

د يادونې وړ ده چې د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ځوانانو ته د زده کړو کولو د زمينې برابرولو په موخه له دريو ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ، چې ددې تړون له مخې به بې وزله ځوانان په فيس کې د تخفيف په ورکولو سره خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.


۲۰۲۴/۵/۲ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS