د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار ترسره شو

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۴۵
Nimroz province

پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې ځوانانو ته د (CV ليکلو) يو ورځنی علمي سمينار د ياد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله الهام وويل: د دې علمي سمينار د ترسره کولو څخه مو موخه د ځوانانو د علمي کچې لوړول دي، ترڅو وکولای شي، په اوسني عصر کې د نړۍ سره په علمي ډګر کې يوځای قدم پورته کړي، ځکه نړيوال تل په دې هڅه کې دي، چې په علمي او د تکنالوژۍ برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.

ښاغلي الهام زياته کړه؛ دا علمي سمينار به هره مياشت د يوې ځانګړي موضوع په ټاکلو سره  ترسره کيږي او له ځوانانو يې وغوښتل،چې په دا ډول علمي سمينارونو کې ګډون وکړي او له تجربو څخه يې ګټه واخلي.

ورپسې استاذ محمدشعيب حيات ګډونوالو ځوانانو ته د (CV)  ليکلو په تړاو خپل ترتيب شوی علمي سمينار وړاندې کړ.

۲۰۲۴/۵/۲ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
Background image

د تاريخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوی کندز ولايت ته تللی

چهار شنبه ( ۷ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رياست مسلکي پلاوي  د سروې او پروژې جوړونې په موخه کندز ولايت ته تللى.

یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ښار او شپږو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

د کتاب اونۍ په مناسبت د هېواد په ګن شمېر ولایتونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول

د روانې اونۍ په ترڅ کې چې د کتاب نړيوالې اونۍ په نوم نومول شوې ده، په پنجشیر، غزني، غور، بلخ، فاریاب، ننګرهار، نورستان، هلمند، میدان وردګ، سمنګان، فراه، بامیان او يو شمېر نورو ولایتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسلکي پلاوي د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي ابدو څخه ليدنه وکړه.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پيژندنې مدير. . .

BACK TO NEWS