د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دانش خصوصي عالي ليسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ
چهارشنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي کريم الله وثیق او د دانش خصوصي عالي ليسې د مدير عبدالمبين صديقي تر منځ د بېوزله ځوانانو د جذبولو په موخه په فيس کې د ۵۰ سلنې تخفيف ورکولو تړون لاسليک شو.
د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي کريم الله وثيق وويل: تېرو کلونو کې زمونږ مسؤليت د ازادۍ ترلاسه کولو او اعلای کلمة الله لپاره جهاد و او نن ورځ مو مسؤليت د هيواد آبادي او رغونه ده، د ځوانانو تعليم ته توجه د هېواد د آبادۍ او د ازادۍ ساتلو تضمين دی، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مختلفو برخو کې له ځوانانو څخه ملاتړ کوي.
د دانش خصوصي ليسې مدير عبدالمبین صديقي وويل: هڅه کوو، چې د ځوانانو په خدمت کې اوسو، مخکې مو هم د ځوانانو سره د فيس په برخه کې همکاري کړې ده.
۲۰۲۴/۴/۳۰ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۱ هـ ل