د نصرالله حافظ د فرهنګي فعاليتونو د سمينار په اړه غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۳:۲
د نصرالله حافظ د فرهنګي فعاليتونو د سمينار په اړه غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د نصرالله حافظ د فرهنګي او ادبي فعاليتونو په اړه د يو سمينار د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دې غونډه کې په داسې حال کې چې په فرهنګي چارو کې د جمهور رييس سلاکار محمد زرين انځور او د بېلا بېلو بنسټونو استازو ګډون درلود، د دغه سمينار د جوړولو په خاطر د لازمو تياريو په اړه خبرې وشوې.
دغونډې غړو د نصرالله حافظ د يوشمېر آثارو د چاپ، د مقالو د عنوانونو فهرست، د سمينار د جوړولو ځاى او څرنګوالي په اړوند خپل ليدلورى، وړانديزونه او طرحي وړاندې کړې.
دغه راز هارون حکيمي د نصرالله حافظ د فرهنګي او ادبي شخصيت په اړه معلومات ورکړل او په پرتمين ډول يې د سمينار پر ترسره کولو ټينګار وکړ.
هغه څرګنده کړه: ياد سمينار به په نږدې راتلوونکي کې د هېواد د جمهور رييس په لارښونه ترسره شي.

کابل/ د زمري ٩ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS