په قندهار کې د رويټرز خبريال پر وژل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۴۰۰/۴/۲۵ - ۱۴:۴۸
په قندهار کې د رويټرز خبريال پر وژل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د رويټرز خبري آژانس هندي توکمی خبريال او عکاس دانش صديقي نن سهار د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د رپوټ د برابرولو په بهير کې وژل شوى دى. دغه ناوړه خبر زموږ د ژورې خواشينۍ سبب شوى دى. موږ دغه کار چې د دولت مخالفين د خبريالانو خونديتوب ته هم ارزښت نه ورکوي؛ زيات اندېښمن کړي يو.
موږ په داسې حال کې چې د رويټرز خبري آژانس د هندي توکمي خبريال او عکاس دانش صديقي وژل په کلکه غندو، د دولت له وسله والو مخالفينو څخه چې زياتره د خبريالانو د وژلو سبب کېږي؛ غوښتنه کوو چې پرېږدي خبريالان په اطلاع رسونه کې د خلکو پر وړاندې خپل مسووليتونه ترسره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري په قندهار کې د جګړو له بهير څخه د اطلاع رسونې په وخت کې د دغه خبريال وژل د اندېښنې وړ بولي او هغه ته د فردوس جنت او د هغه کورنۍ او د رويټرز خبري آژانس کارکوونکو او د خبريالانو ټولنې ته د صبر او زغم هيله کوي.

کابل/ د چنګاښ ۲۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS