ډاکټر وفايي زاده: جګړو په هېواد کې پر فرهنګ ناوړه اغېزه کړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۴:۱۰
ډاکټر وفايي زاده: جګړو په هېواد کې پر فرهنګ ناوړه اغېزه کړې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن د دغه وزارت د فرهنګ او هنر له معین او یو شمېر رییسانو سره په کتنه کې وویل چې په هېواد کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې پیل شویو جګړو پر نورو برخو سربېره پر فرهنګ هم ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه وویل چې ناوړه فرهنګ باید له منځه یوړل شي او پر ځای يې د هېواد  اصیل فرهنګ دودولو لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

وفايي زاده زیاته کړه چې د فرهنګي میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړیتونو څخه ده او په دغه برخه کې به خپلې چارې  ګړندۍ کړي.

سرپرست وزیر د فرهنګي معینیت رییسانو ته لارښوونه وکړه چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او خنډونه په نښه کړي چې د حل لپاره یې په ګډه کار وکړي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي د خپل اړوند معینیت د چارو په اړه وغږېد او ستر کاري لومړیتوبونه یې په ګوته کړل. ده ټینګار وکړ چې خپلې چارې به په همغږۍ سره مخ ته وړي او د فرهنګ د بډاینې لپاره به زیار باسي.

کابل/ د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS